کراچی۔2فروری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې ارزانه برېښنا د پاكستان ضرورت دے٬ بندونه جوړولو او د متبادل توان منصوبو ترسره كېدو سره به په راروانو كلونو كښې د اربونو ډالرو بچت وشي، د سي پېك منصوبه په تېر وخت كښې ستونزو سره د مخ كېدو له امله ځنډولې پاتې شوه٬ چينائي كمپنيو سره همكاري به زياتولې شي چې ورسره به هېواد كښې پرمختګ او سوكالي راشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د کے۔ تھری منصوبې پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د دې منصوبې پرانسته كول ما لپاره يو درناوې دې دې سره به د هېواد د توان ضرورت ترسره كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل پاكستان د 27 بلین ډالرو پټرولیم مصنوعات درآمد كوي كوم چې زمونږ د مالي مسئلو يو لويے سبب دے دې پلانټ سره به ارزان توان ترلاسه شي كوم ته چې پاكستان زياته اړتيا لري۔ وزيراعظم ووئيل لويے څښتن پاكستان ته داسې وسائل وركړي دي چې ورسره مونږ د هائيډل او نورو ذريعو د لارې ارزانه برېښنا ترلاسه كولې شؤ خو مونږ له استعداد څخه كمه برېښنا ترلاسه كوؤ۔ وزیراعظم ووئيل په ديامربھاشا او داسو ډېم كار روان دے د دې په آپرېشنل كېدو كښې به نور 4 ٬ 5 كاله وخت لګي۔ پاكستان لمر او هوا څخه ارزانه برېښنا ترلاسه كولې شي ٬ په راتلونكو كلونو كښې به د متبادل توان منصوبو څخه ارزانه برېښنا ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل کے۔ تھری منصوبې ته د نواز شريف په دور كښې حتمي شكل وركړے شوے وو٬ نن دا 1100 مېګاواټ برېښنا پېدا كوي٬ په دې منصوبه به لا كار كول وي٬ په دې لړ كښې د چين ملګرو سره خبرې روانې دي۔ ده ووئيل پاكستان كښې د راغلې اوسنيو سېلابونو د لاسه د 30 اربه ډالرو معاشي زيان شوے دے٬ په دې صورتحال كښې مونږ هيله لرؤ چې چينائي ملګري به في يونټ بيعه كښې كمې وكړي۔ ده ووئيل په كال 2015 كښې د نواز شريف په مشرۍ كښې د سي پېك لاندې د اربونو ډالرو منصوبې لاس ليك شوې چې په نتيجه كښې يۍ نن زرګونه مېګاواټ برېښنا پېدا كېږي۔ ده ووئيل د كراچي رېلوے اېم اېل۔ ون منصوبې سره به انقلاب راشي۔ وزيراعظم په شپه او ورځ خواري كولو د پاکستان اټامک انرجی کمېشن چارواكو ، سائنسدانانو ٬ انجینئرانو او عملې ته مباركي وركولو سره ووئيل دوئي د بشپړه ستائنې وړ دي۔ وزیراعظم چين سره همكاري مهمه ګرځولو سره ووئيل د نورو منصوبو پېل كولو او بشپړولو لپاره به چينائي كمپنيو سره لوظنامې كولې شي۔ ده په منصوبه د كار كوؤنكو كمپنيو عهدېدارانو ٬ انجينئرانو او عملې مننه وكړه او دوئي ته يۍ په په نورو منصوبو د پېشرفت كولو دعوت وركړو۔ دې څخه وروستو وزيراعظم د کے ۔تھری آپرېشنز روم دوره وكړه چرته چې ده ته د منصوبې په اړه بريفنګ وركړے شو