پبي / کھاریاں 10فروري (اے پي پي)د كورنيو چا??و وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي خطرې يوازې په پولو نه د هېواد دننه هم شته٬ د اسلام نامه كارونكو ترهه ګرو اسلام بندنام كړے٬ زمونږ امنيتي ځواكونو يو ناممكن كار ممكن كړے٬ دښمن څه نور امېدونه لرل ٬ زمونږ ځوانانو د دښمن عزائم خاورې كړې٬ د دښمن سترګې به پرانستې پاتې شي او پاكستان به ثوي او روښانه او پرمختګ كونكے دي ۔ د جمعې په ورځ وفاقي وزير دا خبرې د نېشنل انټګرېټډ ټېررازم كورس د 9 ګرېجواېشن دستورې ته د خاص مېلمه په توګه وېنا كښې وكړې۔ ده په دې موقع د انسپكټر جنرل ټرېننګ اېنډ اوېليواېشن لېفټېننټ جنرال هدایت الرحمان، کمانډر ون کور لېفټېننټ جنرال عمر فاروق دراني، د وزير د نېشنل انټګرېټډ ټېررازم ټرېننګ سنټر كمانډنټ برېګېډيئر ریاض پشمول نور اعلٰې پوځي چا??واكي هم موجود وو۔ داخله وزير د سنټر دورې كول?? په بلنه وركولو د ون كور د كمانډر مننه وكړه ۔ دا سنټر ډېر اهميت لري٬ دا سنټر دوه كاله وړاندې خاص مقصد لپاره جوړ كړې شوې ٶه او د ضرب عضب عملياتو د پرېكړې نه پس پرېكړه شوې وه چې د پاك پوځ سره سره پوليس او د امنيتي ادارو اهلكارو له به هم د ترهه ګرۍ د مخنيوي خاص تربيه وركولې شي۔ ده ځوانان مخاطب كولو سره ووئيل تاسو د پاكستان مجاهدين او محافظان ئې او پاكستان ھغه هېواد دے چې د كلمې په نامه ??وړ شوے كوم چې د نړۍ يوازنې هېواد دے چې د اسلام په نامه ??وړ دے۔ ده ووئيل د تېرو څو كالو را??سې خطرې يوازې په پولو نه د هېواد دننه هم شته۔ ده ووئيل امن تهس نهس كوٶنكو ماشومان ٬ سپين ږيري٬ مېرمنې او د بې ګناه وګړ?? په قتلولو شرم نه دې محسوس كړې٬ دې ته اسلامي كارونه وئيل لويه ګناه ده٬ د هغوي اقدار اسلامي خو څه چې انساني هم نه دي۔ ده ځوانانو ته ووئيل تاسو يو عظيم جنګ كوئ٬ زمونږ امنيتي ادارو قربانۍ وركولو سره ناممكنه كار ممكن كړے۔ دې څخه وړاندې د داخله وزير سنټر ته په رسېدو انسپكټر جنرل ټرېننګ اېنډ اوېليواېشن لېفټېننټ جنرال هدایت الرحمان، کمانډر ون کور لېفټېننټ جنرال عمر فاروق دراني، د نېشنل انټګرېټډ ټېررازم ټرېننګ سنټر كمانډنټ برېګېډيئر ریاض پشمول نور اعلٰې پوځي چا??واكو د ده هركلے وكړو۔داخله وزير د ځوانانو د تربيې عملي مظاهره او د مشقونو معائنه هم وكړه او د پېشه وره تربيې د لوړ معيار ئې ستائنه وكړه۔ د دستورې په پائې وفاقي وزير پوزيشن تر لاسه كوونكو له سندونه او انعامونه هم وركړه انسپكټر جنرل ټرېننګ اېنډ اوېليواېشن لېفټېننټ جنرال هدایت الرحمان، کمانډر ون کور لېفټېننټ جنرال عمر فاروق دراني داخله وزير ته خاص سوېنئر هم وړاندې كړو
خطرې يوازې په پولو نه د هېواد دننه هم شته
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے بہترین ٹکٹ