اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي)د وزیراعظم د خارجه چارو خاص سلاحكار طارق فاطمي وئيلي دي د حکومت د موثره پاليسو په سوب د كشمير كشالې يو ځل بيا نړيوال اهميت اختيار كړې دې۔تېره ورځ شخصي ټي وي سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل د كال 2013 نه وړاندې په ملګرو ملتونو كښې د كشمير مسئله په ښه ډول نه وه پورته كړې شوې خو د حكومت د موثره پاليسو په سوب د كشمير كشالې يو ځل بيا نړيوال اهميت اختيار كړې۔ده ووئيل وزیراعظم محمد نواز شریف ټولو ګاٶنډيانو سره سوله ايزې اړيكې غواړي خو د ھغه د دې جذبې هند په ښه ډول ځواب نه وركوي۔ده ووئيل نړيواله ميډيا او په مقبوضه كشمير كښې د هندي پوځ كاروائۍ په ښكاره توګه د كشمير مسله پورته كوي۔ طارق فاطمي ووئيل د پاکستان حکومت او اولس به د کشمیریانو د خپلواكۍ حق لپاره د ھغوي اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي مرسته روانه ساتي
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان