برسلز 07 دسمبر (اے پي پي) د خارجه وزير شاه محمود قريشي او د اروپائي اېتلاف نائب صدر جوزف بورېل په شريكه مشرۍ كښې د پاكستان او اروپائي اېتلاف ستراتېژيكي مذاكرات د نهې په ورځ وشول. د خبرو اترو په مهال د پاكستان او اروپائي اېتلاف ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو او د ستراتېژيكي شركت د پروژې عملي كېدو د صورتحال جاج واخستلے شو. په دې موقع د افغانستان صورتحال پشمول د سيمه ايز امن او استحكام په چارو هم خبرې وشوې. خارجه وزير شاه محمود قريشي د اروپائي اېتلاف نائب صدر ته د پاكستان او اروپائي اېتلاف د دوستې په سالګره كښې د ګډون كولو بلنه وركړه. جوزف بورېل د خارجه وزير بلنه قبلولو سره د هغه مننه وكړه. دغسې خارجه وزير هم په كوربتوب د اروپائي اېتلاف د نائب صدر مننه وكړه.
مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا