اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د اتوار په ورځ د تركيې په استنبول ښار كښې د ترهګرې د بريد سخته غندنه كړې او په بريد كښې ئې په ځاني زيان خواشيني ښودلې۔ د وزيراعظم هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم وئيلي دي چې د پاكستان حكومت او اولس په دې پېښه غم جن شوے او دوي د تركيې حكومت او اولس سره په بشپړه توګه د يووالي څرګندونه كوي او د سختې په دې وخت كښې دوي سره دي۔ ده ووئيل چې ترهګري يو شريك خطر دے او بايد چې دا په شريكو هڅو ختمه كړې شي۔ ده ووئيل چې پاكستان د ترهګرې د هر ډول كارروائيو غندنه كوي۔ وزيراعظم د ترهګرې په بريد كښې د مړو شويو كسانو بخښنې او د ژوبل شويو كسانو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی تجزیاتی ایپ