اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي چې پاکستان كښې د ټیکسټائل برآمدات ودې له ګڼې موقعې شته، کاروباری نمو لپاره ښه چاپيرچل پیدا کولو له به هر ډول اقدامات کولې شي، د ټولو ډلو مشاورت سره به د ټیکسټائل برآمد کونكو اسانيو له اقدامات كولې شي۔ ده دا خبره د پاکستان ټیکسټائل ایکسپورټرز ایسوسی اېشن پلاوي سره د ملاقات په مهال د خيالاتو څرګندونې سره وكړه چا چې د نهې په ورځ وزیراعظم آفس كښې ده سره ليدلې ؤ۔ وزیراعظم هېواد كښې د کاروبار ودې او په نړيواله كچه مقابلې كولو له هر ډول اقدامات كولو او د حکومتی عزم پخلې كولو سره ووئيل پاکستان كښې برآمداتو لپاره ګڼې موقعې شته، پاکستان كښې د ځائي پومبې پیداوار سره سره تیار مصنوعاتو كښې د سرمایه کارۍ او هنر مند افرادی قوت شته۔ پلاوي هېواد كښې د ټیکسټائل برآمداتو ته لا ودې وركولو له بيل تجاویز وړاندې كړل۔ وزیراعظم باور وركړو چې د پاکستان ټیکسټائل ایکسپورټرز ایسوسی ایشن په تجاویز به غور کولې شي او هېواد كښې برآمدی رجحان لرونكو پرمختګ له به د ټولو ډلو مشاورت سره ټیکسټائل برآمد کونكو اسانيو له هر ډول اقدامات كولې شي۔ د ایسوسی اېشن چیئرمېن شفیق جواد او د پلاوي غړو هېواد څخه د توان په بحران کامیابۍ سره قابو موندلو په اړه د حکومت كوټلې هڅې وستائلې۔ پلاوي د ټیکسټائل برآمد کونكو لپاره د حکومت د اړخه اعلان کړې شوي برآمدی پیکج هم وستائلو۔ د ملاقات په مهال دوهم وزير عابد شیر علی هم موجود ؤ۔
د وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د پاکستان ټیکسټائل ایکسپورټرز ایسوسی اېشن پلاوي سره د ملاقات په مهال د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria